داافغانستان شاعران

ارواښاد ګا پاچا الفت د شعرونو برخه


نوره ګناه نلرم پدې ګناه مې مه نيـسئ
زړه کې مې چې پټ ظالم ته بد غوندې کتلي دي



همدردي

ژاړي په غمونو کې خواخوږی د هر چا سره
سل پتنګان سوزي د يوې شمې ژړا سره

ډک زړګۍ له اوښکو ګرځي ورېځې په آسمان کې بيا
څه ژړا ملګرې ده د ژوند يوې برېښنا سره

ټول باغ ژړېدلی ځکه اوښکې دي د ګل په مخ
ډېر لکه لاله داغلي زړونه شته صحرا سره

نه ښايي انسان ته چې د بل په غم غمجن نشي
لويه بدبختي ده که څوک نه ژاړي  له چا سره

داسې بې غمي دې خدای په هېڅ کور کې پيدا نکړي
يو کور کې چې وير وي او بل خاندې له ليلا سره
پښتون ته خطاب
پرون سالار وې نن  د نورو صوبه دار پښتونه
ډيورنډ شو خاورې ته يې خط کې يې ايسار پښتونه

د پاکستان لاس کښې اسير ډېر پښتانه وينمه
تا غوندې بل چېرته څوک نشته خواروزار پښتونه

نه يې روان د احمد شاه شېرشاه ميرويس په لاره
ولې دې پرېښوده د پلار او نيکه لار پښتونه

مغــُل بيا راغله خوشحال خان څه شو او چېرته 
چې درته ووايي د ننګ غيرت اشعار پښتونه

اپريدو ونيسئ خيبر مومندو مه ګورئ نور
په ننګ راپاڅېږه ته هم د ننګرهار پښتونه

غواړم له تانه د ميرويس او احمدشاه کارونه
د لويو خلکو په ځای ناست د کندهار پښتونه

د پکتيا پښتونه تاته ډيرې سترګې اوړي
ته مشهور په ننګ غيرت په هر ديار پښتونه

وزيرو تاسې په هر وخت کښې جهادونه کړي
انګرېزان ستا له لاسه تل وو ناکرار پښتونه
خبرې ډېرې دي اوږدې کيسې به نه کومه
دومره تپوس دی اوس له تا ځنې په کار پښتونه
د خوشال خان خټک پښتو پښتونولي دې څه کړه
د احمدشاه او دمحمود شهنشاهي دې څه کړه
قدر او مقدار
د چا فخر د سيسۍ، زرکې په ښکار
د بل فخر په وژلو د ښامار
د وړوکي کار وړوکی د لوی  لوی
د هر چا قدر د خپل کار په مقدار
د عقاب پرواز ته ګوره چرګ ته ګوره
چرچرک چېرته او چېرته موسيقار
چا سره نقشه وړه چا سره لويه
يو به خونه جوړوي يو بل لوی ښار
څوک سينګار کوي څوک کار کوي څوک لوبې
ملتونه جوړوي ملي معمار
عادي خلک به کوي عادي کارونه
نوابع لري په کار کې ابتکار
د تاريخ جبر کوي لوی لوی حکمونه
څه راوځي جريده کې  د روزګار
ډېره لويه غېږ  په کار ده مستقبل ته
لوی جريان کې يې چې ښکاري څه اثار
زړونه داسې ګواهي لي چې هر ګوره
نوي نوي څه راوړي ليل ولنهار
لوی بدلون دی راروان پدغه لوري
وڅارئ  د شپو او ورځو لويه لار
ډېر څه وړي ډېر څه راوړي انقلابونه
نه پرېږدي يو سړی خورد او بل خروار
ولسي نظام هر څه خلکو ته سپاري
هم د کار مسئوليت هم اقتدار
مساوات نشي راتلای څو چې هېواد نه
باداري اغايي کډه نه کړي بار
چې پيدا شي اطمنان خوښي په زړو کې
نيسي  ځای د خلکو زړونو کې سرکار
بدبيني بدګماني غلط فهمي
نوي خلکو کې چې خلک وي اميدوار
ژوندي کيږي اميدونه اسرې هيلې
په افسون د محبت په ښه کردار
علاقه نظر هغسې نه جلبيږي
لکه څوک چې جلبوي علاقدار
نه په چل باندې کېدای شي نه په جبر
څه چې کاندي شخصيت د يو کردار
زړه چې ښه شي په ښه زړه بيا هر څه کيږي
هغه کيږي چې نه کيږي په اجبار
د ناز مېرمنې
ورور دې خواري او مزدوري کوي له پلاره سره
تا په مستۍ کې امېل وشکاوه له ياره سره
مور دې مېچنې ګرځوي خور دې منګي ډکوي
ته سور پېزوان غواړې د سرو زرو د هاره سره
ده غريبي خواره خواري کور کې څه نه دي پاتې
مه کوه لوبې له درهم او له ديناره سره
دلته د ښځو په سر خاورې دي د ناز ميرمنې
تا يارانه ده اچولې دنيا داره سره
خبره نه يې ستا په خويندو ميندو څه تېرېږي
ستا سرو کار  دی تمام عمر له سينګاره سره
عيش و عيشرت دومره ډېر پرېرده د وطن مېرمنې
مينه پيدا کړه د خپل کور له کسب و کاره سره
يو زړه په لاس کې ونيسه نور زړونه مه ځوروه
مناسب نه دي دا خويونه له دلداره سره
په سرو مال چې د وطن خدمت ته نه وي تيار
مه ګوره هېڅ د هغو خلکو له ريباره سره
ورسره مه خانده ! چې خاندي په خوارانو باندې
د ناز خندا کړه د وطن له خدمتګاره سره
څه ګورم
ګورم جهان کې څوک کعبه  ځنې بوتان جوړوي
غلطه پوهه له سړي ځنې شيطان جوړوي
د سړو کار دی چې د خپل وطن کارونه کړي جوړ
نجونه او پېغلې سينګارونه کوي ځان جوړوي
تهذيب ضرور دی نظافت او ښه لباس دی په کار
فېشن چې زيات شي له ځلمو بازينګران جوړوي
د ودانۍ اميد له هر چانه کېدلی نشي
له خاورو ګټو ښه کورونه معماران جوړوي
چې انساني رڼا پيدا شي په مغزو کې د چا
هغه کوښښ کړي په عالم کې انسانان جوړوي
ډېر تفاوت شته په انسان کې د معنا په لحاظ
واړه مشغول دي ځينې ځان ځينې جهان جوړوي
اعتراف
نه مې د چا مال خوړلی نه مې څوک وژلي دي
نه مې چاته ورک شه يا ګم شو  کله ويلي دي
نوره ګناه نلرم پدې ګناه مې مه نيسئ
زړه کې مې چې پټ ظالم ته بد غوندې کتلي دي
وخت د اعتراف دی ګناه خپله درته وايمه
نه يمه منکر په مظلومانو مې شړلي دي
نه ومه خبر پرده مې لږ غوندې چې جګه کړه
نه دي د ويلو هغه څه چې ما ليدلي دي
زه يې په  ليدلو او ويلو ګناهګار شومه
نور يې په کولو او عمل باندې غاښلي دي
نه يمه خاين په خيانت د خلکو پوه يمه
پوهه که ګناه ده خلک ټول اوس پوهيدلي دي
دا چې ډېر کاږه درته ولاړ دي ټيټ سرونه هم
ستا مخ کې چې سم نه شول سم کله چليدلي دي
هيڅ اميد ترې مکړه که څوک ځان دې تا غلام بولي
ما غلامانه ذهنيتونه پېژندلي دي
لوړ مقام ته رسي چې بوټونه پاکوي د بل
ډېر پدغه شغل رياست ته رسېدلي دي
د پښتون حال
باغ او بڼ يې بې بلبل بې عندليبه
رنځوران يې بې دوا او بې طبيبه

څه په لوږه څه په تبه څه په تېغ مري
ورک شه ورک شه د پښتون خواره نصيبه

که يې ښه پوره په حال باندې خبر شې
خدايږو ته به هم پرې وژاړې رقيبه

ناپوهي خواره خواري ده او پښتون دی
کور يې وران کار يې ګډوډ او بې ترتيبه

لاس يې يو ځای، پښه يې بل ځای، سر يې بل ځای
پښتانه ټوټې ټوټې دي بې ترکيبه

نه ډوډۍ لری ، نه پوهه نه تعليم څه
بې له تورې بل له هر څه بې نصيبه

چې ريښتينې خادم يې وينم بېنوا دی
پښتو ژبه ده په ژبو کې غريبه

که غمخور، همدرد ، خواخوږی او دردمند يې
ژاړه ژاړه د پښتون په حال حبيبه
 
د حقيقت ورځ
چې پلو له مخه لېرې د هر چا شي
دا رنګينې جامې څيرې د ريا شي
حقايق ټول رابهر شي له حجابه
پټ کارونه راڅرګند زما او ستا شي
که رازونه که رمزونه که اسرار دي
لکه ستوري د اسمان هسې رسوا شي
مقصدونه ، غرضونه ، عملونه
بې پردې او بې سيرته برالا شي
د تلبيس ښايسته رنګونه ټول شي محوه
پخپل څېر ښکاره روا او نا روا شي
د هر چا زړه کې چې هر څه وي ليکلي
دی پخپله د هغه نقش ګويا شي
هغه دغه ښه او بد مخونه لوڅ کړي
توره شپه له منځه لاړه شي سبا شي
ليک د حق او حقيقت وي په هر لاس کې
د تيارو شپو واقعات واړه رڼا شي
ډېر ښايسته او سپين مخونه به تک تور وي
ډېر غاښلي به په دغه ورځ سرتور وي
ملي قدرت
په رښتيا هغه ملت وي بختور
چې لري ملي نظام ملي رهبر
وي اصلي حاکميت د خلکو لاس کې
حکومت وي د ملي قدرت مظهر
جامعه پخپله وي په ځان حاکمه
د عامه افکارو وي قوي اثر
نه تبعيض نه امتياز  وي نه تېری 
په حقوقو کې وي خلک برابر
د هر چا اعتماد  وي په عدالت 
قوانين وي د هر چانه معتبر
آزادي ديموکراسي وي واقعي
خطر نه وي کرامت ته د بشر
مخور مسلط نه وي په نظام
اهليت او لياقت وي مخور
سر او مال وي په امان فکر و نظر هم
زورور چې پکې نه وي پخپل سر
وران کار به ودان ګڼې
وران کار به ودان ګڼې دلته که اوسيږې ته
حق ويل به زيان ګڼې دلته که اوسيږې ته
ورځې ته به شپه وايې چا که ورته شپه وېلې
تور په به سپين شان ګڼې دلته که اوسيږې ته
هيڅوک ملامت نه دي وران که ټول کارونه شي
خپل قسمت به وران ګڼې دلته که اوسيږې ته
ټيټ خلک به جګ ګڼې ناست که په جګ ځای کې ؤ
ځمکه به اسمان ګڼې دلته که اوسيږې ته
هر چا چې هر څه ويل ته به صفتونه کړې
هر يو به لقمان ګڼې دلته که اوسيږې ته
زما خوب
وربل يې ما په خوب کې پرېشان ليدلی دی
ستا بخت خو مې رقيبه دغه شان ليدلی دی
د ګلو هار په غاړه محبوبا شوه راحضوره
بلبله دا وطن مې ګلستان ليدلی دی
کارغان به پکښې نه وي بلبلان به پکښې وي
باغونه به سمسور وي ما باغوان ليدلی دی
دا توره شپه به خدای کاندي په مونږ باندې سبا
سپين مخ مې چې سبا غوندې روښان ليدلی دی
تعبير يې کړی ما ــ په ظالمانو به چپه شي
چپه کاکُل مې خوب کښې د جانان ليدلی دی
مهار به دې په پوزه شي د سرو زرو خاونده
په سرو شونډو دپاسه مې پېزوان ليدلی دی
زه پټې سترګې نه يمه په هر څه اوس پوهيږم
په خلاصو سترګو باندې مې جهان ليدلی دی
له دامه که دې خلاص کړم په قفس کښې دې بندي کړم
صياده! ما خو څو رنګه زندان ليدلی دی
که هريو رانه وژنې خيال او فکر مې مه وژنه
په دې کې مې وطن ته لوی تاوان ليدلی دی
دارواښاد ملنګ جان د شعرونو برخه


اصيل پښتون پښتونستان خوښوي
چې پښتون نه وي پاکستان خوښوي
دا زمونږ زېبا وطن
دا زمونږ زيبا وطن
دا زمونږ ليلا وطن
دا وطن مو ځان دی
دا پښتونستان دی

دا دمينې کور زمونږ
دا د پلرو ګور زمونږ
نه ورکوؤ چا لره
دا د سترګو تور زمونږ
نه دی د بل چا وطن
دا دی د شيرشاه وطن
کور د خوشحال خان دی
دا پښتونستان دی

دا وطن دی ځان  زمونږ
دا وطن ايمان  زمونږ
وايي په خاپوړو کې
 داسې ماشومان زمونږ
دا مو د بابا وطن
دا مو د دادا وطن
په مونږ باندې ډير ګران دی
دا پښتونستان دی

ځار يې له سيندونو شم
ځار يې له ډاګونو شم
ځار يې له خوړونو شم
ځار يې له دی غرونو شم
دا زمونږ اشنا وطن
درد له مو شفاء وطن
زړګۍ مې پرې روښان دی
دا پښتونستان دی

دا وطن زيارت زمونږ
 دا وطن نعمت زمونږ
دا وطن په دې دنيا
دی لکه جنت زمونږ
دا وطن صفا وطن
زړه د ايشيا وطن
ژوندون د ملنګ جان دی
دا پښتونستان دی
 
                           
سر مې جار ستا له نامه
سر مې جار ستا له نامه پښتونستانه
 ستا نوم مې نقش شوی په ځيګر دی
پښتانه به ژوندون څه کړي بې له تانه
هر يو ايښي ستا په مينه مال وسر دی
سر مې جارشه ستا د لوړو لوړو غرونه
 له غيرته چې هر يو جګ تر اسمان دی
صدقه شم ستا د ګرانو پښتنو نه
چې منلۍ ستا خدمت په ټينګ ايمان دی
دښمن کله بری وړی شي له هغو نه 
 که هر څو مکر و فريب کې پهلوان دی
ميړنو ګويا ښکاره کړ له ميړانه
ځکه سور بيرغ هر ځای کې لروبر دی
په هر ځای کې چې اصيل پښتون زاده وي
خاص الخاص پښتونستان له خدايه غواړي
هغه څوک چې بې غيرت حرامزاده وي
ټيټې سترګې به د بل لور ته ولاړ وي
اولاده به يې پس له مرګه شرمنده وي
د وګړو د پېغور ځنې به ژاړي
خپل اولاد ته پيغور نه پريږدي له ځانه
 هغه څوک چې د سوچه پښتون پسر وي
نارينه توب د پښتنو طبعي عادت دی
بلې بلې چې رښتيا سره پښتون وي
دوی ليدلي د ازاد ژوندون لذت دی
مرګ يې بولي چې محکوم د دوی ژوندون ويڅه ناڅه که يې په کور کې عداوت دی 
خو دښمن د پاره بيا په يو تړون وي
پښتون نه دی په شا تللی له ميدانه
ټول جهان و ته ښکاره لکه د لمر دی
چې خپل واک او اقتدار يې د ځان نه وي
که نواب وي صدقه شه ما ملنګ نه
عاجزۍ کې څه پروا د انسان نه وي
خدای دې مانه کړي عاجز له نام و ننګ نه
چې په مال و سر ايسار په ميدان نه وي
جار قربان شه د پښتون د تورې شرنګ نه
خو زما ملنګ جان زړه دی پرې روښانه  
نن د هر زلمي په لاس د ننګ خنجر دی
 


د ازادۍ قيمت
پتنګ د بلې شمعې ياردی 
بلبل دګلو خريدار دی

دليلی دوه سترګې مجنون پيژني
 د آزادی قيمت پښتون پيژني

پتنګ خو مينه په ګلزار نه لري
بلبل د شمعې سره کار نه لري
پښتانه ټيټ چاته کتلی نشي
 
دچااثرلاندې کيدلی نشي
پښتانه ټينګ عزم او همت لري
 پخپل ناموس باندې غيرت لري
لکه زمري په ځای د ننګ دريږي
په ځای د ننګ په وينورنګ دريږي
پښتانه بيرته په شاتلل نه کوي
که سريې غوڅ شي دروغ وييل نه کوي
نه دې چازرنه يې پيسو ته ګوري
زوۍ د پښتون دپلار پښتو ته ګوري
پښتون د بدو نه بيزاردۍ
 پتنګ د بلې شمعې يار دی
پيسه په ښه سترګه قارون پېژني
دې ازادۍ قيمت پښتون پېژني
 
پښتانه لوړدي لوړکارونه کوي
تل پيروي دوی دې نيکونو کوي
نه په پيسو چاته اورميږنرموي
 
نه دې خپل ګورمړي په ګورشرموي
نه سپک حالت نه بيباکي خوښوي
تل ازادي او خپلواکي خوښوي
دچادلاس لاندې ژوندون نه کوي
داسې ژوندون زوۍدې پښتون نه کوي
له خپله حقه تيريدلۍ نشي
دغلامۍ نوم قبلولی نشي
اوس پوهيدلی دۍ پوهيږي پښتون
 دچاپه مکرنه غوليږي پښتون
پښتون دې توري طرفداردی
پتنګ دې بلې شمعې يار دی
نه د بل چارسم وقانون پيژني
دازادۍ قيمت پښتون پېژني

دې پښتون خټه دې غيرت ځنې ده
ډکه له ننګ اوشجاعت ځنې ده
پښتانه چاته خپل بدل نه پريږدي
ځان دې دنيا مخکې خجل نه پريږدي
دې زهرو ګوټ څوک هضمولی نشي
حق دې پښتون څوک ستنولی نشي
په خپل وطن پښتانه سر ورکوي
 دې صورت غوښې په سنګر ورکوي
دې جنګ په لوبه ازموده دۍ پښتون
نه کوي څنګ باتجربه دۍ پښتون
زموږ پلرونه دا اساس پاتې دی
 توره او سپر موږته په لاس پاتې دی
هريوپښتون دې بل نه جاردي
پتنګ دې بلې شمعې ياردۍ
يو اتفاق اويوتړون پيژني
دې ازادۍ قيمت پښتون پيژني

الهي ته شې نګهبان دې پښتون
 نکړې زوال نوم اونښان دې پښتون
همه دې علم خاوندان کړې ربه
په خپل کرم يې عالمان کړې ربه
ګوندې نفاق نه په امان کړې پښتون
دې اتفاق په لورروان کړې پښتون
څوک چې پښتون په بده سترګه ګوري
 دې بدۍ مخ دې شي دې ده په لورې
زه ملنګ جان يم پروا نه دې وطن
 سرمې دی ايښۍ نذرانه دې وطن
خدايه لوګی مې کړې په لاردې وطن
 چې عاشقانو کې شم شمار دې وطن
ډک مې له درده داګفتاردی
 پتنګ دې بلې شمعې يار دی
دې مريض نبض افلاطون پيژني
 دې ازادۍ قيمت پښتون پيژني
 

د چشمانو مې ...
د چشمانو مې بهيږي نن خوناب
چې مې حال د زمانې وليد خراب
صداقت او ننګ ناموس دنيا نه ورک شو
هر سړی خوځوي ژبه په کذاب
د ساداتو سالکانو عزت ورک شو
عزتمن دي چې لري چنګ و رباب
هيڅ صفت به د عالم چيرې وانه ورې
د پيمخو صفت کيږي بې حساب
شان پوشان د زمانې ګرځي شړۍ کې 
د شړۍ خاوندان اغوندي کمخواب
دا ګردش د زمانې دی ملنګ جانه
کارغه ناست دی په چګس باز په تراب
د معارف ترانه
د انسانانو فضيلت علم و عرفان دی وروڼو
شرف د ځان دی وروڼو
علم يو کان دی په کانونو بې بها يې مثال 
هر څه چې غواړې فی الحال
پکې موجود پراته اصيل درو مرجان دي ورڼو
شرف د ځان دی وروڼو
علم يو باغ دی باثمر تروتازه وی مدام
لري تر عمره دوام
خالق ساتلی له زوال او له خزان دی وروڼو
شرف د ځان دی وروڼو
پوهه دارو ده د صحت که چا تری نوش کړ يو جام
هغه به تل وي نيک نام
خو ند د کباب خوند د شراب ورته حيران دی وروڼو
شرف د ځان دی وروڼو
تعريف د علم نه خلاصيږي که څوک ستړی کړي ځان
صفت يې ډير دی بی شان
دا څو مثاله نشر کړي ملنګ جان دي وروڼو
شرف د ځان دی ورونو

 
هر ګز مه وايه ...
هرګز مه وايه هر هر ګل ته رامبېل
چې اصيل وي هله جوړ کړه ترې امېل
خوند او بوی وي د هرې مېوې بېل بېل
په بکياڼی کې خوند نشته دی د هېل
زيړ غوړي خوره چې بدن دې پرې صحت وي
ته پر ځای د زيړ غوړو مه خوره تور تېل
فرق د سرو او جستو وکړه "ملنګ جانه"کوټ بنګال پيروزه مه ګڼه يو خېل

که په حال زما
که په حال زما خبر تمام جهان شي
ټول عالم به په فرياد ان په سوران شي
لکه زه چې داسې زېړ زبېښلی ګرځم
هر بشر به داسې زېړ لکه زعفران شي
زه رټلی معشوقو يم نه رغېږم
که عالم رانه د څيرمې حکيمان شي
که څوک ما منع کوي د يار له دره
د ماهي په وچې څه رنګه ګذران شي
تسلي زما د سوي زړګي دا ده
يوځل کله به ښکاره د يار چشمان شي
د يار مخ ته منتظر زه ملنګ جان يم
چې زما د خوږ زړګي پورې درمان شي

ما ژړل
ته د ناز په خوب ويده وې ما ژړل
ته بې غمه آسوده وې ما ژړل
ستا د مخ او د سپوږمۍ مقابله وه
ته په مخ ترې آزموده وې ما ژړل
ستا د زلفو خوشبويي چور ليونۍ کړم
ته په عطرو کې لمده وې ما ژړل
ما درخواست د يوې خولې درځني وکړ
راته ښکارې آزرده وې ما ژړل
وچ بالښت زما په اوښکو باندې لوند شو
ته په ناز کې پرورده وې ما ژړل
دا زما ملنګ جان برخه کړيدل دي
ته له نازه پرخنده وې ما ژړل

ملنګ شم
زه چې راواخلمه کچکول او ستا ملنګ شم
نو هغه ساعت به تېر له نام و ننګ شم
نام و ننګ به وي هغه ځای رانه پاتې 
په کوم ځای کې چې زه ستا په تومت رنګ شم
پروا نشته که دنيا راپورې خاندي
ماشوم نه يم چې نور وخاندي زه تنګ شم
ستا په عشق کې که ستي شمه په اور کې
فخر کاندم که زه ياد لکه پتنګ شم
ما چې عزم ستا د سپين رخسار دی کړی
وا به  نه وړم که په وينو کې رنګ رنګ شم
په شا تلل د ميړنيو بدنامي ده
اوس به زه "ملنګ جان" څه رنګه په څنګ شم
نه پوهيږم...
نه پوهيږم چې زه يار يم که اغيار يم
په عالم کې ليونی يم که هوښيار يم
که هزار د صداقت بنياد قايم کړم
په ميدان د نمايش کې خيانتکار يم
نه د چا ځنی څه غواړم نه څه وايم
برناحق د يو او بل زير فشار يم
که څوک ما نيسي په رسم او رواج کې 
زه له عشقه هومره کله لاوزګار يم
خدای د مينې په رياست کې ملازم کړم
کار تقدير کړي نو زه څله ګنهګار يم
د تقدير په رسۍ بند زه ملنګ جان يم
نه مجنون ، نه لېونی او نه بادسار يم
نفسونه شول غالب
نفسونه شول غالب ددې غمه ژړيږم
بې کاره بې تعليمه راته پاتې خپل اولاد شو
پښتون غريب برباد شو
نسونه مخالف شول خيالونه مختلف شول
د کور بغض او حسد مونږ لره نه دی مناسب
نفسونه شول غالب
هر څوک ګټه د ځان کړي، وطن به څوک اباد کړي
د قوم مينه د زړونو نه بهر شوه ښه پوهېږم
ددې غمه ژړېږم
ملک صاحب دې جوړوي، په ګېډه دې دی موړ وي
د خوار او د غريب پوښتنه نشته څه فساد شو
پښتون غريب برباد شو
سيد پخپل سيادت، د ځان غواړي عزت
قسم دې ما ونه ليد د وطن د خير طالب
نفسونه شول غالب
څوک ميا او څوک ملا شول، د کسب نه ټپرا شول
وايي کسب و کمال څه کړم شکرانو باندې مړېږم
له دې غمه ژړېږم
نه ننګ شته نه غيرت، نه خاورې ته خدمت
نن وګوره دنيا ته هر ملت سر په مراد شو
پښتون غريب برباد شو
ګوندي او عداوت، په مونږ کې شو عادت
دوستي او شفقت په پښتو کې شو غايب
نفسونه شول غالب
څوک وايي چې زه خان يم، معروف په کل جهان يم
هستي دولت مې ډير دی په خدمت باندې شرميږم
له دې غمه ژړيږم
دا خان نه دی خاين دی، پخپل ځان چې مين دی
هيڅ غم د وطن نه خوري چې يو ځل يې نس اباد شو
پښتون غريب برباد شو
که حق وايم ويريږم، که نه وايم پړسيږم
د ځينو کارکنانو کار وي وړ د تعجب
نفسونه شول غالب
په ځای د عدالت ، ما وه ليد تجارت
له غمه شم ترور يو نيم مامور نه چې خبريږم
له دې غمه ژړيږم
خاونده مونږ اصلا کړې، دنيا کې سربالا کړې
ډير غله د خپل کاله دي هر سړی مل د فساد شو
پښتون غريب برباد شو
پښتونه وروره واوره، نيکونو نه دا خاوره
ده مونږ ته سپارل شوې يې غافل په څه سبب
نفسونه شول غالب
دد خاورې خدمت، کوی په صداقت
د کور په ځانځانۍ له باندنو خلکو شرميږم
له دې غمه ژړيږم
رښتيا رښتيا به وايم، چې څو په دې دنيا يم
مجبور دی "ملنګ جان" له ډيره غمه په فرياد شو
پښتون غريب برباد شو
نن می بيا زړګۍ...
نن می بيا زړګۍ نرۍ نرۍ خوږيږي
درد می بيامونده د خيال په نندارتون کې
له افسوسه می چشمان دي په خونيار ګډ
کشکی نه وای د دی دهر په بازار ګډ
محترمو اوريدونکو عزيزانو
عاليقدرو عزتمندو صاحبانو
زه غمجن د څو خبرو ارزومند يم
ازرده نه شی له ما نه زه دردمند يم
عفوه غواړم که وينا کې می تلخي وي
د مريض په سخت ويلو څه ناخوښي وي
زه دردمند يمه د درد سندرې وايم
خو د زړه دردونه اوس تاسی ته ښايم
زمونږ سترګې له غفلته نه غړيږي
نن می بيا زړګۍ نرۍ نرۍ خوږيږي
تاسی وګورۍ دی دنيا او دی جهان ته
دی کوښښ او دی غيرت او دی وجدان ته
خيال لری چې په سپوږمۍ کې وداني کا
پاس له ځمکې په هوا زندګاني کا
موږ تر اوسه لا په خاورو کې توغړيږو
د سودخورو سودخورۍ نه نه خلاصيږو
ډک سيندونه د اوبو راته روان دي
خو ډاګونه د اوبو له کمۍ وران دي
خدای راکړي ښه پاسته پاسته ډاګونه
په لکونو کروړونو جريبونه
افسوس دا چې کمال نشته په پښتون کې
درد می بيامونده د خيال په نندارتون کې
 
پښتانه که ټول د علم خاوندان شي
او ډاګونه تمامی زمونږ ودان شي
په وطن په زمونږ څه لره کاختي وي
د دانو به په مونږ ولی قيمتي وي
وجه دا ده چې کوښښ او کمال نشته
د ملت په دی خبرو څه خيال نشته
هر سړی د ځان ځانۍ په لار روان دی
د مکتب او د تعليم نه روي ګردان دی
که ځانونه معارف سره اشنا کړو
د عرفان په ماميره سترګې بينا کړو
نه به اوسو په احتياج او انتظار ګډ
کشکی نه وای د دی دهر په بازار ګډ
يو انګريز به بېسواده پاتې نه وي
په خپل علم به نامراده پاتې نه وي
موږ په سلو کې پنځه نوي اميان يو
تر دريم کلي ميرزا پسې روان يو
يو انګريز به چا نادان ليدلی نه وي
د مکتب نه به ناکام وتلی نه وي
زمونږ وړوکې ډلې ډلې ناکاميږي
ناکامۍ په نوم مکتب نه خارجيږي
که رښتيا وايم پښتو او غيرت نشته
د ناکامو په پلرو کې همت نشته
دا خو مرګ دی چې پښتون زوی ناکاميږي
نن مې بيا زړګۍ نرۍ نرۍ خوږيږي
تمدن اول له بلخه شروع شوی
جهان پوه نه ؤ له موږ ځنې پوه شوی
موږ نه وروسته خلګ مخکې عالمان شول
شاګردان د استاذانو استاذان شول
څلور سوه کاله مخکې زما ګرانه
امريکا ده کشف شوی واوره ما نه
نن يې فکر اسمانونو ته ختلی
تر مريخ او عطارده رسيدلی
هۍ افسوس افسوس زموږ په پښتونواله
نن تعليم له چې موږ درومو امريکا له
يو عالم نه شو پيدا قوم د پښتون کې
درد مې بيا مونده د خيال په نندارتون کې
 
که يو ټوکۍ د خارج نه نوی راشي
اخيستو ته يې زمونږه ميل پيدا شي
دا خو نشته چې پخپله يې ځانته جوړ کړو
په قوت د خپل زحمت سره ځان موړ کړو
خپل مالوچ او وړۍ موږ ليږو جهان ته
پاو په دوه يا درې خرڅيږي ځي جاپان ته
ګز په سل او په نوي يې بيا اخلو 
د بزاز په دکان وار نه وي پرې نښلو
څه پيسې موږ نه په چای او په سګريټ ځي
د کال ګټه مو خارج ته په منټ ځي
له ناکامه يم په شور او په چغهار ګډ
کشکی نه وای د دی دهر په بازار ګډ
ښه کانونه په وطن کې خدای راکړي
مګر موږ د بې علمۍ سيلاب يو وړي
د پترو لوښي چيني لرو کاله کې
دروغ نه وايم د ملک په هره ناله کې
علم پوهه زموږ نشته چې يې د ځان کړو
خپل ځانونه د هستيو خاوندان کړي
د خارج تيلو نه کار اخلو تر کومه
نه شرميږمه نه په دې خبره مرمه
څو به شميرمه هر شی واړه قياس کړی
خدای د پاره د نفاق نه پورته لاس کړی
په نفاق کې عاقبت سړی سپکيږي
نن مې بيا زړګۍ نرۍ نرۍ خوږيږي
نور عالم کې رائ ګيري چې چرته کيږي
يو ريس يا يو واکمن چې غوره کيږي
تر څليرويشتو ساعت کار يې تمام وي
په يو تن به قناعت د تمام قام وي
موږ که نيسو يو وکيل ملي شورا ته
ته به ماته غاړه نږدې زه به تاته
تر پنځو مياشتو جګړه مو نه پرې کيږي
په ګوندۍ سره پسونه حلاليږي
چې زمونږ د بارسوخو دا روزګار وي
نور د عامو ځنې څه ګيله پکار ده
له دی غمه اوړ مې بل شي په لړمون کې
درد مې بيا مونده د خيال په نندارتون کې
ای پښتونه! ورشه کينه سينما ته
چې وضيعت د نور عالم شي ښکاره تاته
نورو خلکو له کارو نه ځان خبر کړه
بيا دی خپل موجوده حال ؤ ته نظر کړه
په دنيا کې هسې رنګه ډاکټران دي
په هر فن کې دوی غښتلي ماهران دي
خو زموږ ماته باجه دوګړه رباب دی
هغه هم کله موقوف کله ازاد دی
خان، ملک ما ته غم کې د رشوت دی
شيخ صاحب مې راته وايي جوړ قيامت دی
ومې نه ليد په خدمت کې خدمتګار ګډ
کشکی نه وای د دی دهر په بازار ګډ
که څه نه وايم له درده ټول پړسيږم
که څه وايم خدای شته دی چې ويريږم
دا زموږ د پښتنو ځينې خانان دي
شپه او ورځې د پيمخو ملنګان دي
کله لکه تمانچه ورته تر څنګ کا
دا لا بله په خپل ځان پورې ريشخند کا
نو د هغه خان به څه د خانۍ خوند وي
چې په مينه د پيمخو کې دئ بند وي
دی عمل او دې کارو ته چې نظر کړم
څه اميد به له غيرت او زور و زر کړم
په قسمت کې چې څه وي هغه رسيږي
نن مې بيا زړګۍ نرۍ نرۍ خوږيږي
بيا د ځينو حاکمانو به څه وايم
خپه نه يم خير دی زه ترينه رضا يم
په شنو لښتو يې تمام کنډوکپر يم
پاکه خدايه زه انسان يم که ډنګر يم
حاضرينو نه حياء راضي شرميږم
عفوه غواړم په همدې ځای به يې پريږدم
په اخلاص سره لاسونه کړئ راپورته
په زارۍ او استغفار شی د خدای لور ته
خدايه ته مو د حسد تبه سړه کړې
ددې وږو خلکو ته ګيډه مړه کړې
د تيارې  د جهالت نه مو بيرون کې
درد مې بيا مونده د خيال په نندارتون کې
د نفاق مکروب مو ووژنې رګو کې
خدايه ته پخپل کرم سره موږ يو کې
پښتانه د کارخانو ټول خاوندان کړې
شاګردان مې د مکتب ټول استاذان کړې
افغاني ساخت ماشينونه راښکاره کړې
ټول جهان مې د کمال په ننداره کړې
الهي ستا د حبيب له برکته 
د پښتون جنډه دنيا ته نه کړې ښکته
غمزده د زمانې زه ملنګ جان يم
ترقي د پښتنو ته په ارمان يم
درويزګر يم په هر در په هر ديار ګډ
کشکې نه وای د دې دهر په بازار ګډ
سر مې جار ستا له نامه
سر مې جار ستا له نامه پښتونستانه
 ستا نوم مې نقش شوی په ځيګر دی
پښتانه به ژوندون څه کړي بې له تانه
هر يو ايښي ستا په مينه مال وسر دی
سر مې جارشه ستا د لوړو لوړو غرونه
 له غيرته چې هر يو جګ تر اسمان دی
صدقه شم ستا د ګرانو پښتنو نه
چې منلۍ ستا خدمت په ټينګ ايمان دی
دښمن کله بری وړی شي له هغو نه 
 که هر څو مکر و فريب کې پهلوان دی
ميړنو ګويا ښکاره کړ له ميړانه
ځکه سور بيرغ هر ځای کې لروبر دی
په هر ځای کې چې اصيل پښتون زاده وي
خاص الخاص پښتونستان له خدايه غواړي
هغه څوک چې بې غيرت حرامزاده وي
ټيټې سترګې به د بل لور ته ولاړ وي
اولاده به يې پس له مرګه شرمنده وي
د وګړو د پېغور ځنې به ژاړي
خپل اولاد ته پيغور نه پريږدي له ځانه
 هغه څوک چې د سوچه پښتون پسر وي
نارينه توب د پښتنو طبعي عادت دی
بلې بلې چې رښتيا سره پښتون وي
دوی ليدلي د ازاد ژوندون لذت دی
مرګ يې بولي چې محکوم د دوی ژوندون وي
څه ناڅه که يې په کور کې عداوت دی 
خو دښمن د پاره بيا په يو تړون وي
پښتون نه دی په شا تللی له ميدانه
ټول جهان و ته ښکاره لکه د لمر دی
چې خپل واک او اقتدار يې د ځان نه وي
که نواب وي صدقه شه ما ملنګ نه
عاجزۍ کې څه پروا د انسان نه وي
خدای دې مانه کړي عاجز له نام و ننګ نه
چې په مال و سر ايسار په ميدان نه وي
جار قربان شه د پښتون د تورې شرنګ نه
خو زما ملنګ جان زړه دی پرې روښانه  
نن د هر زلمي په لاس د ننګ خنجر دی
 
تر کومه؟
بې بازخواست او بې پرسان به يم تر کومه؟
سر سرتور څيری ګرېوان به يم تر کومه؟
په نارو مې ستونی وچ شو څوک يې نآوري
د کاڼه بادار دهقان به يم تر کومه؟
زما مخ د بل څپېړې به تر څو وي؟
په سلګو او په جان جان به يم تر کومه؟
د وطن خدمت دپاره وزګار نه شوم
خدمتګار د هر يو خان به يم تر کومه؟
په کرلو او رېبلو يې پوهيږم
نالايق د دسترخوان به يم تر کومه؟
په قيامت کې به د ډېرو ګرېوان نيسم
خوف نه ګونګ زه "ملنګ جان" به يم تر کومه؟




څه لرمه چې د خدای...
څه لرمه چې د خدای په نوم يې ورکړم
چې طبيت د خان صاحب پرې برابر کړم
په  زر درېزره جريمه قانع نه دی
مناسب وي چې يو چرګ ورميسر کړم
زما وږي نس ته نه ګوري خان غواړي
يه يارانو سلا راکړئ څه هنر کړم
په سلام او په ځار ځار نه پخلا کيږي
سل ګيز نشته  چې له جئبه يې بهر کړم
نن سبا به يې تر لښتو لاندې مړ شم
اوس بايد چې کور او کلی پرې خبر کړم
زه چې خدای کړم د هر چا ګزار ته نښه
څه ګيله به د غريب او زورور کړم
نن به زه " ملنګ جان " صبر نه کار واخلم
خپل فرياد به پاک الله ته په محشر کړم
يارګرم نه دی
ما پخپله ځان سېځلی يار ګرم نه دی
پخپل لاس مې زړه بايللی يار ګرم نه دی
ما چې زړه پخپل لاس ورکه خپل حبيب ته
که يې ساتلی که يې داغلی يار ګرم نه دی
د عاشق زړه د معشوق د لاس مڼه ده
که يې بوی کړی که خوړلی يار ګرم نه دی
هر عاشق د معشوقو د در غلام  وي
که يې شړلی که يې بللی يار ګرم نه دی
لکه مار هسې په ما يې ګذار وکړ
تا پخپله مار ساتلی يار ګرم نه دی
يار ګرم نه دی يار ګرم نه دی "ملنګ جانه"
چې تا نه وو پېژندلی يار ګرم نه دی
ځوانۍ سره شهرت.....
ځوانۍ سره شهرت د ننګ او نام مزه کوي
ټټر په لار د قوم په وينو رنګ مزه کوي
يا ژوند د خپلواکۍ ښه دی يا مرګ د شرافت
ميدان کې د سرباز د توري شرنګ مزه کوي
که ژوند ابدي غواړئ د خپل قوم په مخ کې مړه شئ
بيرغ د شهيدانو رنګارنګ مزه کوي
ځوانان ښايي په توره چې د ننګ توره په ملا کي
د پېغلو په سينو لاچي لونګ مزه کوي
چې واک يې د پردو وي که قبا يې وي د زرو
د هغه نه زوړ کند د يو ملنګ مزه کوي
د ځان غوښې کړه ويلې قوم ويښ کړه ملنګ جانه
دا ستا غوښې وريتې لکه پتنګ مزه کوي
خاوره يې د سرو ده

خاوره يې د سرو ده  هر يو کاڼی يې مرجان دی
زه چې  پرې  مين يم  دا  هغه  پښتونستان  دی
دې  کې  اپريدي  اوسي
دې  کې اورکزي  اوسي
دې کې دي خليل مومند
دې کې يوسفزي اوسي
دې  کې  مموزي  اوسي ،  ددې خوړل  ډېر  ګران  دی
زه چې  پرې  مين يم  دا  هغه  پښتونستان  دی
دا د خوشحال خان ګلشن
 دا د ميرويس خان ګلشن
دا د  در يا خان  ګلشن
 دا د ايميل  خان   ګلشن
باسي ترېنه زاغ زغن، ماليار يې باچا خان د
زه چې پرې مين يم دا  هغه پښتونستان دی
دې کې ښه زلميان اوسي
دې کې شنه زمريان اوسي
دې  کې  ښه خانان اوسي
دې   کې  نوابان  اوسي
دې کې صمد خان اوسي، غليم ترې په لړزان دی
زه چې پرې مين يم دا  هغه پښتونستان دی
خدای دې باجوړي لري          خدای دې چترالي لري
تل دې وي وزير مسيد
خدای خو دې ساپي لري
خدای دې اڅکزي لري، زړګی مې پرې روښان دی
زه چې پرې مين يم دا  هغه پښتونستان دی