کمپيوټر څه شی دی، څه کار کوي او پښتو څنګه ليکي؟
|
d M Y وخت H:i | |
کمپيوټر يو بريښنايي (الکترونيکی) وسيله ده چې معلومات څيړئ او ساتي يې.
کمپيوټر لاندې برخې لري:
کليدړه ( کيبورډ) او موږک (موس) سره د کمپيوټر کارونکی خپل معلومات کمپيوتر ته
ورکوي.
کمپيوټر کې ډيره مهمه برخه CPU (Central Processing Unit) ده چې د کمپيوټر
ټولې عملې کنترولوې او لارښونه ورته کوي.
بله برخه يې تلويزيون ته ورته پرده (مانيتور) ده چې مونږ پکې د خپلو معلوماتو پايلې
ګورو. کمپيوټر نورې برخې هم لري لکه، چاپګر ( پرنټر) چې په کمپيوټر کې ليکل
شوی متونونه چاپوي، انځورګر (سکنر) دا چاپ شوې متونونه او يا هغه څه چې پر
کاغذ ليکل شوي وې کمپيوټر ته انځوروي او داسې نور
کمپيوټر زمونږ په ورکړ شويو معلوماتو څه کوي؟
هغه معلومات چې مونږ کمپيوټر ته د کليډړې يا موږک پواسطه ورکوو هغه کمپيوټر
CPU ته د تحليل له پاره ورکوي او وروسته د تحليل څخه يې پايله راته ښايي چې
بيا دا معلومات په کمپيوټر کې ساتلی شو.
کمپيوټر په خپله څنګه کار کوې او يا څنګه دا معلومات پيژني؟
کمپيوټر په باينري (Binary) سيتم کار کوي. باينري دوه ايز ته وايې، دا دوه ايز O او 1
دي چې د ماشين د ژبې (Machine Language) په نوم هم ياديږي.
ټول هغه معلومات چې مونږ کمپيوټر ته ورکوو کمپيوټر يې باينري سيستم ته اړوي په
دې معنا چې مونږ په يوه ژبه خبرې کوو او کمپيوټر يې د ځان له پاره په بله ژبه ( د
ماشين په ژبه) اړوي.
که مونږ د لاتين (A) ليکو دا کمپيوټر 0000000001000001 په باينري شکل پيژني.
پاتې دې نه وي چې 0 د مړ (off) او 1 د لګيدلی (on) په معنا دی لکه، بريښنايې
څراغ که و لګول شې 1 به وی او که مړ شي نو 0 به وي.
لکه چې پورته مو وليدل A له پاره د يو لوی باينري رقم په کار دې نو ددې اوږدو رقمونو
د لنډيز له پاره يو بل سيستم دي چې د هګذاډسمل (Hexadecimal) په نوم ياديږي
دا د دوه کليمو هګذا (Hexa) شپږو(A, B,C, D, E, F) او ډسمل (Decimal) د لسو (
0-9) څخه جوړ دی. راځئ چې د A هګذادسمل رقم وګورو نو هغه به 0041 په ډول
وي.
مونږ په خپل ژوند کې کوم حسابې رقم پکاروو؟ څرګنده ده چې دسمل (0-9). زمونږ
ټول حسابي رقمونه د همدې 0, 1, 2, 3, 4, 5, 6, 7, 8, 9 څخه جوړيږي.
اوس غواړو پوه شوکمپيوټر پښتو څنګه ليکئ؟
په همدې دوه ايز (باينري) 0 او 1 سيستم يې ليکي. نو کيداشې تاسو وخاندئ او
به وايئ دا خو مونږ پورته ولوستل چې کمپيوټر ټول معلومات 0 او1 ته اړوئ. دا هم
سم ځواب دې خو پوره نه دی نوپوره ځواب به څه وي؟
د نړی ډيرې ژبې په کمپيوټر کې ليکلی شو د هغې له پاره همدا هګذادسمل رقمونه
دي او ورته يونې کوډ(Unicode) وايې.
که مونږ د لاتين A په نظر کې ونيسو دا توری دوه بڼې لري يو لوی A او بل کوچنی
a وي. نو تاسو به ووايې زمونږ ژبه (پښتو) خو ډير اسانه ده ځکه چې يوه بڼه لري.
خو داسې نه ده ، راځئ چې مونږ د (ب) تورې وګورو چې څو بڼې لري؟ دا ځانيز (ب)
، سريز (با)، منځيز (ببا) او پاييز (بب ) بڼې لري.
کيدای شي تاسو اوس دا وپوښتې چې د ب له پاره به يونې کوډ يا هګذاډسمل رقم
څه وي؟
د ب له پاره يونې کوډ 067E دي او په باينري 1110000001100111 دی خو ددې
توری ډول، ډول بڼو له پاره ډول، ډول رقمونه پکاريږی چې دا رقمونه بله هيڅ ژبه کې
نه پکارول کيږي دا يواځې د همدې ب له پاره ورکړ شوی دی.
اوس دا ب خو په عربی، پارسي او نورو ژبو کې هم شته. دا خبره هم سمه ده زمونږ
د ژبې (پښتو) ليک ډول (Script) هم عربې دی نو د پښتو خاص توري ټ، څ، ځ، ډ،
ړ،ږ، ګ، ښ،ې، ۍ دي.
مايکرو سافټ د نړۍ ډيري ژبې په وينډوز کې ځاې کړي خو له بده مرغه پښتو په
کې نشته. مونږ د خپلې ژبې، خلکو او هيواد د خدمت له پاره دا کار کړې او کوو يې
|
د کمپيوټر قسمونه
|
د کار او جوړښت په ترتيب کمپيوټرونه په دری قسمه دي.
١. Analog کمپيوټر
هغه کمپيوټر دي چې د هغې په مرسته مونږ د يو شي مقياس (اندازه) معلومولی
شو لکه په پټرول بمپ کې هغه ماشين چې نمبر اړوي، ترماميټر چې تبه معلوموي،
دستنو واله ساعت چې وخت معلوموي دا ټول د Analog Computer د پيژندلو لپاره
ښه مثالونه دي.
٢. Hybrid کمپيوټر هغه کمپيوټر دي چې د Analog Computer او د Digital Computer دواړو خصوصيات
او د کار صلاحيتونه پکې وي.ځينې کارونه لکه د مخکني کمپيوټر (Analog) داسې
کوي او ځينې کارونه لکه د وروستني (Digital) داسې کولی شي.او مونږ او تاسې
چې عام کوم کمپيوټر په کورونو، دفترونو او ادارو کې استعمالوو هغه د Digital
کمپيوټر له جملې نه دي.
٣. Digital کمپيوټر
دا هغه کمپيوټر دی چې د برقي سرکټ په واسطه کار کوي او په دوه شيانو
پوهيږي ٠ او ١ په ډيجيټل کمپيوټر کې رنګونه، حروف، اوازونه، اعداد او هر څه په
٠ او ١ ذخيره کېږي.
د Digital آلاتو کار او نتيجه ورکول له Analog نه واضح تيز او يقيني وي د دې وجې نه
اوس کوشش کيږي چې اکثر Analog آلات ډيجيټل ته واوړي او ډير واوښتل.
لکه موټر ته د پټرولو د اچولو ماشين، ساعتونه، تله وغيره داسې نور آلات او د
Digital کمپيوټر مثال اوسنی هر کمپيوټر دی چې مونږ يې وينو او کار پرې کوو.
|
Micro کمپيوټر د شکل له نظره
|
d M | |
Desktop Computer: (Laptop Computer(Briefcase Computer Handheld Computer دا د موبايل په شكل کمپيوټر دى.مكمل كيبورد لرى او مانيتور يى د LCD په شكل دى يو تعداد يى Printer هم لرى. وزن يى 7 اونس دى په كال 1981 كى جوړ شويدى |
د کمپيوټر قسمونه
|
d M Y وخت H:i | |||||||||||
د کار او جوړښت په ترتيب کمپيوټرونه په دری قسمه دي.
١. Analog کمپيوټر هغه کمپيوټر دي چې د هغې په مرسته مونږ د يو شي مقياس (اندازه) معلومولی
شو لکه په پټرول بمپ کې هغه ماشين چې نمبر اړوي، ترماميټر چې تبه معلوموي،
دستنو واله ساعت چې وخت معلوموي دا ټول د Analog Computer د پيژندلو لپاره
ښه مثالونه دي.
٢. Hybrid کمپيوټر هغه کمپيوټر دي چې د Analog Computer او د Digital Computer دواړو خصوصيات
او د کار صلاحيتونه پکې وي.ځينې کارونه لکه د مخکني کمپيوټر (Analog) داسې
کوي او ځينې کارونه لکه د وروستني (Digital) داسې کولی شي.او مونږ او تاسې
چې عام کوم کمپيوټر په کورونو، دفترونو او ادارو کې استعمالوو هغه د
Digital کمپيوټر له جملې نه دي.
٣. Digital کمپيوټر دا هغه کمپيوټر دی چې د برقي سرکټ په واسطه کار کوي او په دوه شيانو
پوهيږي ٠ او ١ په ډيجيټل کمپيوټر کې رنګونه، حروف، اوازونه، اعداد او هر څه په
٠ او ١ ذخيره کېږي.
د Digital آلاتو کار او نتيجه ورکول له Analog نه واضح تيز او يقيني وي د دې وجې نه
اوس کوشش کيږي چې اکثر Analog آلات ډيجيټل ته واوړي او ډير واوښتل.
لکه موټر ته د پټرولو د اچولو ماشين، ساعتونه، تله وغيره داسې نور آلات او د
Digital کمپيوټر مثال اوسنی هر کمپيوټر دی چې مونږ يې وينو او کار پرې کوو
|